د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان بندیان ازاد شول
د غبرګولي میاشتې په ۳۱ مه نیټه ۶۷ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
په ننګرهار ولایت کې سلګونو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه
د غبرګولي میاشتې په ۲۹ مه نیټه په ننګرهار ولایت کې ۴۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰۰ تنه افغان بندیان ازاد شول
د غبرګولي میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه تر ۳۰ مې نیټې پورې ۵۲۰ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ريیس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه
د غبرګولي میاشتې په ۲۶ مه نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ريیس د پناغوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مسوولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د ستون
