د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په کراچې ښار کې د اسلامي امارت له سركونسل مولوي عبدالجبار تخاري سره وکتل.

anwari_morr
Sat, Jul 12 2025 8:46 PM
-
په دې لیدنه کې چې له مولوي عبدالجبار تخاري سره د کډوالو څو تنو افغان فعالانو هم ملتیا کوله وې وویل، چې تر دې مهاله د پاکستان د کراچۍ ښار له بندخونو ۴۵۰۰ افغانان راخوشي شوي او اوسمهال د افغانانو پر وړاندې د ناسم چلند پېښې کمې شوې دي.
ښاغلي تخاري زیاته کړه، چې د افغان كونسلگرۍ لخوا په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه یوه ځانګړې کمېټه رامنځته شوې او پر وخت یې د هېوادوالو ستونزو ته رسیدنه کړې ده.
د ناستې پر دوام مولوي عبدالجبار تخاري په کراچۍ ښار کې د افغانانو د یو لړ ستونزو د حل په موخه وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د افغان ډيپلوماتانو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې تر دې مهاله په بهر کې د اسلامي امارت د استازولیو لخوا افغانانو ته وړخدمات وړاندې شوي او د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي، څو له اړوندو ادارو سره به همغږۍ د افغان کډوالو هرې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
محترم وزیر وویل، چې په کراچۍ ښار کې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به شوو وړاندیزونو ته حللارې ولټوي او د وړاندېز شوو امکاناتو په چمتو کولو کې به همکارۍ وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS