د کډوالو چارو وزارت او د بې ځایه شویو د لېږد تخنیکي ډلې ګډه غونډه وکړه

sadam_morr
Tue, Apr 29 2025 8:39 AM
-

د غوایي میاشتې په ۸ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کورنيو بې‌ځایه شويو کسانو د لېږد تخنیکي ډلې د غړو او د وزارت د داخلي بې‌ځایه شويو رییس مولوي سردار شیرزاد په مشرۍ د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه.  
ښاغلي شیرزاد د هغو بې‌ځایه شويو کورنیو یادونه وکړه، چې پخوا له کابل څخه کندوز ولایت ته لېږدول شوې وې او زیاته یې کړه، چې نورې بې‌ځایه شوې کورنۍ هم په خپله خوښه غواړي خپلو اصلي مېنو ته ستنې شي.  
نوموړي د وزارت د همکارو بنسټونو له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، سره له دې، چې له پاکستان څخه د کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل شوی، خو د کډوالو چارو وزارت هڅه کړې، چې بې‌ځایه شوي کسان هم خپلو اصلي مېنو ته ولېږدوي؛ ترڅو هلته ارامه او هوسا ژوند وکړي.  
هغه د داخلي بې‌ځایه شويو کسانو په خپله خوښه پر لېږدولو ټینګار وکړ.  

په دې غونډه کې شاملو غړو د کډوالو چارو وزارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په لغمان ولایت کې د سلګونو بې‌ځایه شويو کورنیو سروې به پیل شي؛ ترڅو په خپله خوښه خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شي او دوی به د دغو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Latest news

BACK TO NEWS