هلمند کې سلګونه کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

هلمند ولایت کې له ۷۷۴ کورنیو سره د لړم پر ۱۴ مه نېټه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي وايي، چې په دې مرسته کې د یوې روغتیايي کڅوړې په ګډون، ۳ کمپلې، ګاز ډبه، د پخلنځي وسایل، لمریز څراغونه شامل وو.

د نوموړي په خبره، دغه کورنۍ اړمنې او بېوزله دي، چې له وړاندې پېژندل شوې وې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ورسره پورتنۍ مرسته وشوه.