د مهاجرینو وزارت مسلکي معین په بلخ ولایت کې د یو ښوونځي د جوړېدو له کار څخه لیدنه وکړه.

sadam_morr
Wed, Sep 11 2024 9:53 AM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو ښوونځي د جوړولو له کار څخه لیدنه وکړه.
یاد ښوونځي د مزارشریف ښار نسیم مهدي سمیه کې قرار لري، دوه پوړیزه ودانۍ ده، چې ۱۲ درسي او اداري خونې لري، چې د جوړولو چارې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د اکرو موسسې له لوري د ۲۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو کال وړاندې پیل شوی، چې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

 

Latest news

BACK TO NEWS