ننګرهار، شیخ مصري د مهاجرینو ښارګوټي کې د څاه ګانو ویستلو پرانسته وشوه

anwari_morr
Wed, Dec 06 2023 8:42 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په لاس د قاري سعید خوستي خیریه بنسټ له لورې د ننګرهار ولایت، جلال اباد ښار اړوند، شیخ مصري د مهاجرینو ښارګوټي کې د پاکو اوبو د برابرولو په موخه د څاه ګانو ویستلو پرانسته وشوه
د یاد بسنټ مشر قاري سعید خوستي په وینا، اوسمهال په څلور څاګانو کار شروع کېږي، چې د ټانکۍ او سولر سیسټم سره د هرې څاه لپاره ٢ لکه افغانۍ لګښت په پام کې نیول شوی او په راتلونکې کې به د نورو څاګانو سربېره په نورو پراختیایي پروژو کې هم ونډه واخلي
د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د قاري سعید خوستي خیریه بنسټ د یاد اقدام هرکلی او مننه وکړه او په ټولو خیریه بنسټونو او ملي تجارانو یې غږ وکړ، چې د راستنېدونکو د ستونزو اساسي حل لپاره ورته اقدام وکړي
د مهاجرینو چارو وزیر د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې هم واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS