د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کندهار ولایت کې د جبري راستنېدونکو له موقتي کمپونو څخه لیدنه وکړه.

anwari_morr
Mon, Nov 20 2023 11:19 AM
-

دکندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لړم په ٢٨مه د دغه ولايت په سپين بولدک کې د اجباري راستنېدونکو له موقتي کمپونو څخه ليدنه وکړه .
په دې لیدنه کې له ښاغلي حنفي سره د کندهار والي، د کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، مهاجرینو چارو وزارتونو مرستیالانو او د کمېټو مسوولینو هم حضور درلود.
په دغه ولایت کې د جبري راستنېدونکو د موقتې کمېټې مشر د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو تر څنک د خپلو ورځنيو کارونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ټولو هغو مسؤولينو څخه چې شپه او ورځ يې د راستنېدونکو د خدمت له پاره وقف کړي دي مننه وکړه .
حنفي وويل: چې ما له ټولو هغو دروازو څخه ليدنه کړې چې له پاکستان څخه زموږ مهاجرين راځي، زه بايد ووايم چې په دې برخه کې د کندهار ولايت د نورو ولايتونو په پرتله ښه دى.
  نوموړي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په دغه ولايت کې يې د موقتې کمېټې د مسؤولينو له دغه نیک اقدام څخه ستاينه وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS