د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په کابل کې د مهاجرت نړيوال سازمان له مسؤلې سره ليدنه وکړه

مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان د ماموريت له رئيسې ماريا مسيتا سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو په لا همغږۍ يې خبرې وکړې.
دغه ليدنه چهارشنبه د ليندۍ په (۱۶) مه د مسلکي مرستيال په کاري دفتر کې تر سره شوه، چې پکې د بيا يوځای کېدو رئيس، د وزارت د برنامو ارشد مدير او د (iom) ادارې يوشمېر مسؤلينو شتون درلود.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په ناسته کې د دواړو ادارو په لا همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ ويې ويل، چې هغه افغان مهاجر چې له ترکيې هېواد څخه راستنېږي او د کابل هوايي ډګر څخه هېواد ته راځي مرستو ته اړتيا لري او د مهاجرينو چارو وزارت بايد د (iom) دفتر سره په همغږۍ هغوی ته رسيدګي وکړي.
هغه همدارنګه د دواړو ادارو ترمنځ د هوکړه ليک لاسليکول اړمنو کورنيو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مهم وباله.
په کابل کې د مهاجرت نړيوال سازمان (iom) مسؤلې هغو راستنېدونکو ته د مرستو رسولو په برخه کې چې د کابل هوايي ډګر څخه هېواد ته راستنېږي وويل، چې له ترکيې څخه يو شمېر کوچنيان راستنېږي چې په افغانستان کې د هغوی د کورنيو پيدا کول ستونزمن دي، نو د مهاجرت نړيوال سازمان د (unicef) او کار او ټولنيزو چارو وزارت په مرسته د وی ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه خبرې کړي، چې په دې برخه کې به يوه عملي برنامه جوړه شي.
نوموړې زياته کړه چې اړمنو کورنيو ته د غوره خدماتو رسولو لپاره اړتيا ده، چې د افغانستان دولت له لورې د (iom) د کار کوونکو امنتيت تامين شي.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په دې اړه وويل، چې د ا.ا امارت له لورې په ټول هېواد کې امنيت تامين دی او که کومه ستونزه موجود وي دغه وزارت سره دې شريکه شي تر څو د کورنيو چارو وزارت له طريقه ورته رسيدګي وشي.