د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال په ایران کې د افغان مهاجرینو له استازو سره وکتل

anwari_morr
Mon, Jan 10 2022 9:21 AM
Morr

۱۹ مرغومی ۱۴۰۰هـ ش/ ۶ جمادی الثاني ۱۴۴۳هـ ق

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي په ایران کې میشتو افغان مهاجرینو له استازو سره وکتل

دغه استازي، چې د تهران، قم، البرز او نورو ښارونو څخه راغلي وو، هریوه پخپل وار سره خپلې ستونزې له ښاغلي مرستیال صیب شریکې کړې، نوموړي ډاډ ورکړ، چې ددوی مشکلات به د ایران هیواد له لوړپوړو چارواکو سره شریکوي او د حل په موخه به یې هلې ځلې کوي.

Latest news

BACK TO NEWS