زابل کې لسګونو کورنيو سره د سرپناه جوړولو په برخه کې نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Tue, Nov 16 2021 5:14 PM
....

د دانمارک دکډوالو کمېټې (DRC) له لورې د زابل ولایت دمهاجرينو او راستنېدونکو آمريت په همکارۍ او د ولايت مقام په همغږۍ ( ١٢٥) جګړه ځپلو ،دطبيعي پېښو له امله زیانمنو شوو اومستحقو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې. يادې کورنۍ چې مرکز قلات اوشاوخواسيموکې دجګړو اوطبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې وې او د يادې موسسې او د زابل ولايت دمهاجرينو آمريت په همکارۍ اوڅارنې لاندې دسروې دګډټيم له لورې سروې او په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دکورد تخريب په اندازه نغدې پیسې په نظر کې نيول شوې وې چې دلړم په (٢٤) مه ورسره نغدي مرستې وشوې. د زابل ولايت دمحاجرينو آمريت دمعلوماتوو پربنسټ يادو يوسلو اوپېنځه ويشت کورنيوته (١٨١٦٤٤٤٠) افغانۍ نغدې د ولايت مقام،(DRC)موسسې داستازي او د زابل ولايت دمهاجرينو آمريت مالي او اداري مدير سيد پاڅون سيدي په شتون کې ووېشل شوې. مالي او اداري مدير د دانمارک دکډوالو کمېټې څخه مننه وکړه چې په زابل کې یې دجګړه ځپلو،طبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو او مستحقو کورنيوسره یې نغدي مرستې ترسره کړې او د ځايي اوسېدونکو سره یې ژمنه وکړه چې دبشري مرستو په جلبولوکې به هلې ځلې کوي کوي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS