د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدا معين ښاغلي استاد شېرعلم امله وال پېژندنه

استاد شېرعلم امله وال د حاجي عجب خان زوى په ١٣٥٢ لمريز کال د ننګرهار ولايت په يوه ښېرازه او اباده  ولسوالۍ دره نور املې کلي په يوه روښنفکره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي، ښاغلى امله وال د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي تاريخ او جغرافيې څانګې څخه د ليسانس او په ١٣٩٥ لمريز کال کې يې په سياسي علومو کې  له پيام نور پوهنتون څخه  د ماسترۍ د فراغت سند ترلاسه کړى، د دې ترڅنګ په ٢٠٠٠ م کال کې يې د ننګرهار عامې روغتيا د منځني طب انسټيټوټ د فارمسي څانګې يو کلن ديپلوم ترلاسه کړ.

استاد امله وال له تېرو دولسو کلونو راهيسې د ننګرهار په يو شمېر مشهورو خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو لکه روښان، التقوا او آريانا کې په زرګونو شاګردان روزلي او دعلم په ګاڼه يې سمبال کړي دي، د دې ترڅنګ د ننګرهار ولايت د ټولنيزو او فرهنګي خدمتونو د آمر په صفت يې يو کلنه دنده په ننګرهار ولايت مقام کې د ډېرو ښه لاسته راوړنو په دردلو سره ترسره کړله، تردې وروسته د آزادې سيالۍ له لارې د ننګرهار ولايت د صنعت اوسوداګرۍ رئيس په صفت وټاکل شو، نوموړې دنده يې هم دوه مياشتې کم شپږ کاله په خورا قوي مديريت او صادقانه شکل مخ ته ويوړه.

استاد د دې ټولو دندو پرمهال د ولايت مقام او خصوصي سکتور لخوا په تقدير نامو، ستاينليکونو او ايوارډونو نازول شوى، چې دا يې د ښې همغږۍ  او غوره رهبرۍ يوه ښه بېلګه بللى شو.

استاد تردې وړاندې د هېواد په يو شمېر لويو او اساسي مسايلو لکه د اساسي قانون جرګه، بېړنۍ لويه جرګه  او يو شمېر نورو هېوادنيو مسايلو کې د  سياسي فعال  په توګه د هېواد په کچه يو فعال سياسي شخصيت ثابت شوى دى.

د د ټولو لاسته راوړنو او رهبرۍ ترڅنګ يې خپل قلم هم فعال ساتلى  په پښتو، درى او پشه يې ژبو ليکنې کوي او وخت پر وخت يې د هېواد په حالاتو سياسي او علمي مقالې او کتابونه ليکلي دي، مقالې يې په بېلابېلو ويبپاڼو، اخبارونو او مجلو کې نشرشوي دي او د چاپ شويو کتابونو نومونه يې په لاندې ډول دي:

  • د کرزي لنډ مهاله او منځمهاله واکمني ( څېړنيز کتاب)
  • سالم انتخابات اوموثر پارلمان  ( تحليلي کتاب)
  • سياسي افکارو او نظرياتو تاريخ  ( تدريسي کتاب)
  • د حقوقو پرمختيا تاريخ                ( تدريسي کتاب)
  • ګوندونه او زيانونه                         ( سياسي مقالو ټولګه )
  • د نړۍ لنډ سياسي تاريخ               ( تدريسي کتاب)
  • اندونه وړانديزونه                          ( سياسي اجتماعي مقالو ټولګه)
  • د رسنيو حقوق                               ( تدريسي کتاب)
  • سياسي ټولنپوهنه                         (تدريسي کتاب)
  • نقش رسانه ها درسياست ګذاری دولت افغانستان ( څېړنيز کتاب)
  • بين المللي سياستونه (  تدريسي کتاب )
  •  نړيوالې سياسي مسئلې ( تدريس کتاب)
  • د نړيوالو اړيکو تاريخ ( تدريسي کتاب)
  • د نړيوالو اړيکو اصول ( تدريسي کتاب)

استاد شېر علم امله وال د 1400 ه ل د وري په 8 مه نېټه د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د مرستیال په توګه ټاکل شوی چې د ښې رهبرۍ او مدیریت تمه ترې کېدای شي.