په ایران د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو لارې وارزول شوې

anwari_morr
Wed, Jun 17 2020 12:17 PM
33
 
د جمهوررئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ غونډه په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو د لارو ارزونې په موخه نن په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رئیس جاوید رسولي او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ رئیس هم ګډون درلود، په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغان کډوالو د شمېر، حقوقي وضعیت او د هغوی د حضور د قانوني کولو پر لارو هراړخیزه خبرې وشوې.
همدا راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دې د ایران اسلامي جمهوریت ته په نږدې راتلونکي سفر کې د یاد هیواد مقاماتو سره په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت ، الکترونیکي تذکرې او پاسپورت پروسې د پیلولو او د دوی د حضور د قانوني کولو په اړه د افغانستان د حکومت د چمتووالي په هکله خبرې وکړي.
دغه غونډه د ملي امنیت شورا او یوې بلې غونډې په دوام چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په مشرۍ په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او ارزونې په موخه د روانې اوونۍ په پیل کې جوړې شوې وې، ترسره شوه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS