پاکستان کې يو شمېر افغان کډوالوته نغدي مرستې پيل شوې

anwari_morr
Thu, Jun 18 2020 12:09 PM
99

په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته، چې د کرونا وېروس قرنطين لخوا زيانمن شوي و دنغدي مرستو وېش په دې وروستيو کې پيل شوي دی. د پېښور د کډوالو د اتشې په وينا دغه برنامه هغه کورنۍ تر پوښښ لاندې نيسې، چې د قرنطين پرمهال د زياتو مالي ننګونو څخه شکايت کوي.

د پېښور د کډوالو د اتشې د معلوماتو پر اساس دغه مرستې به په ټول پاکستان کې  ۳۶۰۰  کورنۍ تر پوښښ لاندې ونيسي او هرې کورنۍ ته به ۱۲۰۰۰ کلدارې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې په پېښور کې د افغان کډوالو د ادارې په همکارې ووېشل شي.

همدارنګه  د بېلابېلو مرستندويه ادارو له لورې په پاکستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوالو سره په اسلام آباد ښار، راولپينډۍ او پنجاب کې د ترکيې جمهوريت د ( تيکا ) له لورې په اسلام اباد کې  دافغانستان د افغان کډوالو داتشې په همکارۍ مرستې شوي.

    دغه مرستې هغه مهال وېشل کېږي، چې د افغان کډوالو د قرنطين پرمهال د اقتصادي ننګونو سره مخ وي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS