د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم ټينګار وکړ

sadam_morr
Sat, Sep 07 2019 3:59 PM
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم ټينګار وکړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له چارواکو سره په ليدنه کې داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم د ټينګار ترڅنګ د کډوالو چارو ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې، لمریزې برېښنا پروژې پیل کېدو، شیخ مصري ښارګوټې د ځمکې د انتقال او سړک جوړونې او په یو شمیر نورو موضوعاتو بحثونه او خبرې اترې وکړې. ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د کډوالو چارو وزارت څخه راغلي پلاوی ته د مرستو د وېش په برخه کې د پوره روڼتيا او همکارۍ ډاډ ورکړ. د يادونې ده چې دغه ناسته د روان کال د وږي په ۱۶مه د ننګرهار ولايت په مقام کې تر سره شوه، چې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، ولسي جرګې غړې ليلما ولي حکمي، کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي او یو شمیر نورو هم شتون درلود.

Latest news

BACK TO NEWS