د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره وکتل

anwari_morr
Tue, Apr 07 2026 3:08 PM
ـ

په دې ناسته کې، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله شاکر وویل، چې په پاکستان کې د کډوالو ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او زرګونه افغان کورنۍ د ثبت لپاره په تمه دي.
د ښاغلي شاکر پر وینا، چې افغان ډیپلوماتانو څو ځلې په پاکستان کې د افغانانو وضعیت له نږدې څارلی دی او که د پاکستان حکومت د ثبت په لړۍ کې اسانتیاوې رامنځته او کاري وخت ډېر کړي، ګڼې ستونزې به یې هوارې شي.
د ناستې پر دوام محب الله شاکر د فرضې کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې افغان کورنیو د ستونزو د حل په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ځينې وړاندیزونه وړاندې کړل.
 محترم مولوي عبدالکبیر افغان جنرال قونسل ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.
محترم وزیر شوي وړاندیزونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د فرضې کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه به لاس په کار شي او د خوراکي او غیري خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره به مالي امکانات ولېږي.
محترم وزیر د خپلو خبرو پر دوام یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره اړین امکانان چمتو کړي او د ستونزو حل ته یې لومړیتوب ورکوي.
د محترم وزیر پر وینا، چې د بند پاتې افغان کډوالو ستونزې به له نړۍوالو اداره سره هم شریکې کړي.

Latest news

BACK TO NEWS