افغان کډوال په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ دفترونو ته له مراجعې پرته کولای شي هېواد ته راستانه شي.

sadam_morr
Wed, Aug 20 2025 10:21 AM

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د دفتر له مرستیال او سرپرست سره تر لیدنې وروسته او په خیبر پښتونخوا کې د بېرته ستنېدنې مرکزونو کې د افغان کډوالو د غوښتنو د زیاتوالي له امله د کډوالو عالي کمیشنرۍ پرېکړه کړې، چې له نن (چهارشنبه، د اګسټ ۲۰، ۲۰۲۵) څخه به افغان کډوال وکولای شي پرته له دې، چې په خیبر پښتونخوا کې د یادې کمیشنرۍ دفترونو ته مراجعه وکړي او خپل هېواد ته راستانه شي.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به ټولو راستنېدونکو کډوالو ته پرته له توپیره  یو شان ټاکل شوې مرستې ورکړل شي. دا پرېکړه د کډوالو د  ستنېدنې پروسې د اسانتیا او چټکتیا په موخه شوې ده

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS