د کډوالو چارو وزارت کې ډبریښنا د انرژۍ د سپما او پوهاوي پروګرام ترسره شو

sadam_morr
Sun, Aug 03 2025 3:40 PM
_
د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ، د کډوالو او بېرته ستنوونکو چارو وزارت د کنفرانسونو تالار کې د بریښنا د انرژۍ د سپما په اړه د پوهاوې یو ورځننې کانفرانس ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د کډوالو چارو وزارت د مالي او اداري رئیس، مفتی مدیر ګل احمدي، د انرژۍ، بریښنا، او د هغې د مؤثر استعمال په اړه د اسلام له نظره خبرې وکړې او ویې ویل: بریښنا د انسانانو په ژوند کې ډېر ارزښت لري او باید په غوره ډول ترې استفاده وشي.
نوموړی وویل: د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلامي اقتصاد په اړه مهمې سپارښتنې کړې دي چې عدالت پکې شامل دی، نو لازمه ده چې موږ هم په خپلو ادارو کې د بریښنا ښه استفاده وکړو، تر څو زموږ نور هېوادوال له دې نعمت څخه بې‌برخې نشي.
وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت استازي ګډونوالو ته د انرژۍ سکتور د وضعیت، ارزښت او اهمیت، زیرمه کولو، سپما، ننګونو، او د بریښنا د ساتنې او خوندیتوب په اړه له پرزینټېشن سره معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS