د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معین د خوست ولایت د یو شمېر قومي مخورو سره ولیدل

د زمري میاشتې په ۲ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د خوست ولایت د یوشمېر قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د یاو ولایت قومي مخورو په مختلفو برخو کې خپلې ستونزې د مالي او اداري معین سره شریکې کړې.
شیخ کلیم الرحمن فاني د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او د برنامو پلي کول د اسلامي امارت له موخو او په ځانګړي ډول زموږ مسوولیت دی.
نوموړي په دې برخه کې د مشرانو او سپین ږیرو رول مهم وباله.