هېواد ته د راستنو شویو د زده کړو د دوام په موخه د کډوالو چارو وزارت او پوهنې وزارت د استازو ترمنځ د ناسته وشوه

anwari_morr
Thu, Jul 24 2025 9:14 AM
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رييس الحاج غلام نبي الله دادخيل ستانکزي په مشرۍ د راستنېدونکو د زده‌کړو د دوام په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رييس مفتي محمد يوسف ثاقب سره ناسته تر سره شوه.
محترم ستانکزي وويل: زياتره راستنېدونکي د تحصيلي اسنادو او مدارکو له نشتوالي سره مخ دي او د دوی د جذبولو او د زده کړو د دوام لپاره بايد اسانتياوې رامنځته شي.
همدارنګه هغه زیاته کړه، چې د هېواد په ولايتونو کې د پوهنې وزارت دويمو واحدونو ته لارښوونه وشي، تر څو د راستنېدونکو ستونزې مخکې له مخکې د چمتو شويو فورمو په رڼا کې حل کړي.
د اساسي او ثانوي زده کړو رییس مفتي محمد يوسف ثاقب وويل: هغه راستنېدونکي، چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، کولای شي د اړوند ولايت مقام ته مراجعه وکړي او د زده کړو د دوام په اړه د حکم په تر لاسه کولو سره د ولايتونو د پوهنې رياستونو ته ورشي؛ ترڅو د دوی ستونزې حل شي. نوموړي د راستنېدونکو د چارو په اجرا کې د اسانتيا او روڼتيا د رامنځته کولو په موخه د خپل وزارت په اداره کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د یادې ستونزې د لاښه مدیریت په موخه او د دواړو وزارتونو د لا زیاتې همغږۍ او روڼتیا لپاره یوه کمیټه جوړه شي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS