د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د شینواري قوم له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

anwari_morr
Fri, Jun 20 2025 8:25 PM
-
 
راغلو قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او په ننګرهار کې د مېشت شینوارو قوم یو شمېر وړاندېزونه او غوښتنې یې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
دغو قومي مخورو د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې راستنو شوو هېوادوالو ته د استوګنې لپاره د ځمکې او د نورې اړتیا وړ مرستې په یادولو سره وویل، چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت ټولې چارې په پوره امانتدارۍ مخکې روانې دي او د هر اړمن او راستانه شوي هېوادوال به لاس نیوی کېږي.
محترم وزیر راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي او حلار به ورته ولټول شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS