د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بلخ ولایت له والي حاجي محمد یوسف وفا او د تورخم له کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره وکتل.

sadam_morr
Sun, Apr 20 2025 8:14 PM
-

په دې لیدنو کې دراستنېدونکو کډوالو د مدیریت، د هغوی د خدمتونو د کیفیت او د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا وویل، دا مهال په بل ولایت کې د امنيت فضا ټينګه شوې، خلک له اسلامي امارت څخه خوښ دي او پراخ ملاتړ يې کوي. نوموړي زیاته کړه چې په دې ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې، امنیت او خوراکي مرستو لپاره لازم ترتیبات نیول شوي دي. هغه ډاډ ورکړ چې ټول کارونه په ډېر منظم او مناسب شکل پرمخ روان دي.
ورته مهال د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت محترم مولوي عبدالکبیر ته د تورخم د کډوالو د مدیریت، د خدماتو د وړاندې کولو، او د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. نوموړي څرګنده کړه چې په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره غوره نظم رامنځته شوی، د مجاهدینو او اړوندو مسؤلینو له لوري هغوی ته پر وخت خدمات او مرستې رسېږي.
د تورخم کمیسار وویل چې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او ترانزیټ موټرو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده او دا مهال ناروغانو او مسافرو ته هم منظم خدمات وړاندې کېږي. نوموړي زیاته کړه چې په تورخم کې امنیت بشپړ تامین دی او امنیتي ځواکونه خپلې دندې په پوره مسؤلیت تر سره کوي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه چې د راستنېدونکو کډوالو خدمت کول او د هغوی د چارو تنظیمول د اسلامي امارت مسؤلیت دی او زیاته یې کړه چې راستنېدونکي کډوال د اسلامي امارت او شتمنو افغانانو ځانګړې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري. نوموړي لارښوونه وکړه چې په تورخم کې دې د بار وړونکو موټرو، ناروغانو او مسافرو لپاره لا زیات سهولتونه برابر شي تر څو د هغوی د ستونزو مخه ونیول شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS