د ننګرهار ولایت د مهاجرینو په ریاست کې د بېړنۍ غونډه جوړه شوه

د وري میاشتې په ۱۶مه نیټه د ننګرهار ولایت د مهاجرینو رییس په مشري یوه بېړنۍ ناسته د پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ته د ښې رسیدنې په موخه جوړه شوه.
د ننګرهار د مهاجرینو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن وویل: پاکستان غواړي، چې افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې وباسي، خو اسلامي امارت به هڅه وکړي، چې ټولو راستنېدونکو کډوالو ته لازم امکانات برابر کړي.
نوموړي همداراز د خیریه مؤسسو او ادارو تر منځ د غوره همغږۍ او راستنېدونکو ته د چټکو او پر وخت خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، چې د تورخم په عمري کمپ کې ټول اړین امکانات برابر دي او ټول راستنېدونکي به د مرستې د ترلاسه کولو وروسته خپلو ټاکل شویو سیمو ته ولیږدول شي.
ښاغلي عبدالرحمن په پای کې له ټولو خیریه او مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې نویو راستنېدونکو ته له هر اړخه ځانګړې پاملرنه وکړي.