د بلخ د مهاجرینو ریاست او د نیکمرغۍ لار د لوړو زدکړو موسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
_


د بلخ ولایت د مهاجرینو ریاست د رییس مولوي اسدالله وفا او د نیکمرغۍ لار د لوړو زدکړو موسسې د مسولینو ترمنځ وړمه ورځ د مهاجرینو د ښوونیزو ستونزو د حل په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ هغه مهاجرین چې له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي او یا د هېواد دننه بېځایه شوي دي او خپلې زدکړې یې نابشپړې پاتې دي، د لوړو زدکړو په دې موسسه کې خپلو لوړو زدکړو ته په ځانګړي تخفیف دوام ورکولی شي.
دغه راز د مینوالو لپاره د بلخ د مهاجرینو ریاست له لوري د معرفي پاڼې په لرلو سره د دغې موسسې له خوا د انجینري، اقتصاد، حقوق او ښوونې او روزنې پوهنځیو کې په سلو کې ۲۰ فیصده تخفیف وړاندې کېږي.