بغلان کې د کډ‌والو ستونزو ته د رسېدو کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr
بغلان کې تېره ورځ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېټې ناسته د یاد ولایت کور او ښار جوړولو ریاست کې وشوه.
په ياده غونډه کې مستحقو کډوالو ته د استوګنې د ځمکو د وېش او د يادې شوې ځمکې د انتقال په اړه په لاندې موضوعاتو بحث وشو: د کمېټې غړي دې د سرپناه يا د ځمکې د درجې د ټاکلو لپاره جدول او فورمې وڅېړي او د کډوالو چارو رياست له ډيټابيس سره له سمون وروسته دې د کمېټې د غړو په حضور کې لازم اجرات ترسره کړي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د لومړۍ فورمې په ترڅ کې د راستنېدونکو لپاره ځمکه د سولې ښارګوټې ته چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د مصلح تپې په سیمه کې او د اتحاد کډوالو ښارګوټي ته چې د خواجه الوان او ډنډ غوري ولسوالۍ په میدان کې موقعیت لري، انتقالوي.
د بغلان کډوالو مېشتو سیمو کې اړمنو خلکو ته د ځمکو د ویش په برخه کې د لومړي فورم د طرحې د تصویب او د عاليقدر امیرالمومنین د فرمان د تطبیق په بهیر کې، د کمیټې غړي باید د تفصیلي پلان له مخې چارې همغږي او پلي کړي.