بلخ ولایت کې د بیامېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه

بلخ کې د دې ولایت مرستیال والي په مشرۍ او ولایتي ادارو استازو په شتون کې د داخلي بې ځایه شویو او راستنو شویو د بیا مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه.
په دې غونډه کې د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې پر موضوع د بیا کتنې او بحث په موخه د ژمي په موسم کې له راستنېدونکو سره د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو پر طرحې خبرې وشوې.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د ژمي په موسم کې د راستنو شویو او بې ځایه شویو ستونزو ته پر رسېدو ټینګار وکړ او له ټولو موسسو او ادارو یې وغوښتل چې هڅې وکړي څو د بیا مېشتېدنې لپاره ګټورې برنامې پلې کړي.
نوموړي د ژمي موسم ته د چمتووالي پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل: ډېری راستنېدونکي او بې ځایه شوي د سرپناه، د سونګ توکو، خوراکي توکو او جامو له کمښت سره مخ دي، موږ باید په همکارۍ او همغږۍ لازم چمتووالی ولرو.
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو رئیس مولوي اسدالله وفا وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې په ټول هېواد کې مهاجرینو ته د ځمکو د ویش بهیر پیل شوی او د ځمکو د ویش لپاره ځانګړې کمیټه هم جوړه شوې ده او د مهاجرینو د استوګنې په اړه کارونه پرمخ ځي.
نوموړي په بلخ کې له موسسو وغوښتل چې له دغه رياست سره د روغتيا، پوهنې، د څښاک د پاکو اوبو او پراختيايي پروژو په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
دغه راز په بلخ کې د همکارو موسسو یو شمېر مسوولینو له بې ځایه شویو او راستنېدونکو سره د شویو مرستو په اړه معلومات ورکړل او خپل وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه یې وړاندې کړل.