د هېواد د ځینو ولایتونو سیمه ییزو چارواکو د شهید حقاني د فاتحې مراسم ترسره کړل

د پکتيا، لوګر، کندهار، بادغيس، پنجشېر، نيمروز او دایکندي ولايتونو د مهاجرینو چارو ریاستونو او آمریتونو د معلوماتو له مخې د دغو ولایتونو د واليانو له هدایت سره سم د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې واليانو، مرستيالانو، علماوو، قومي مخورو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
ګډونوالو د شهيد حقاني هلې ځلې، مبارزې او خدمتونه ياد کړل او د دين او ملت په خدمت کې يې د هغه د نقش ستاينه وکړه.
دغه راز دوی شهید حقاني ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه څرګنده کړه.