د مهاجرینو چارو وزیر په خپل سفر کې خوست ته لاړ او د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست یې وکوت

sadam_morr
Thu, Nov 07 2024 8:51 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپل سفر کې خوست ولایت ته لاړ او د خوست د مهاجرینو چارو ریاست لیدنه یې وکړه.
ښاغلي حقاني په دې لیدنه کې د دغه ریاست له رییس او کارکوونکو سره ولیدل او بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو ترسراوی یې خپل کاري لومړیتوب وباله. نوموړي همدا راز د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص او روڼتیا او پر نیک چلند ټینګار وکړ.
د خوست ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس شیخ امان الله د مهاجرینو چارو وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د دغې ادارې د کارونو په اړه یې له ښاغلي وزیر سره معلومات شریک کړل.
هغه دغه راز ښاغلي حقاني ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS