د مهاجرینو چارو وزیر په خپل سفر کې خوست ته لاړ او د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست یې وکوت

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۲۰:۵۱
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپل سفر کې خوست ولایت ته لاړ او د خوست د مهاجرینو چارو ریاست لیدنه یې وکړه.
ښاغلي حقاني په دې لیدنه کې د دغه ریاست له رییس او کارکوونکو سره ولیدل او بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو ترسراوی یې خپل کاري لومړیتوب وباله. نوموړي همدا راز د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص او روڼتیا او پر نیک چلند ټینګار وکړ.
د خوست ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس شیخ امان الله د مهاجرینو چارو وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د دغې ادارې د کارونو په اړه یې له ښاغلي وزیر سره معلومات شریک کړل.
هغه دغه راز ښاغلي حقاني ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال فراه ولایت ته لاړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې دا ځل فراه ولایت ته لاړ او د فراه ولایت د مهاجرینو او. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۸:۳۸
Background image

یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د مرکزي رییسانو، آمرانو او مدیرانو لپاره د پلان ورکونې او پلان ترتیب یو ورځنی ورکشاپ د مهاجرینو چارو وزارت د. . .
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د نیمروز مرستیال والي سره وکتل


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د نیمروز ولایت له مرستیال والي سید سلیمان اغا سره وکتل.
په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د حقوقي ملاتړ. . .

بېرته خبرونه ته