لغمان کې د اوبو د شبکو د ترمیم او د ساختماني توکو د برابرولو د یوې پروژې کار پیل شو

sadam_morr
-

د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې په دغه ولایت کې د تلې پر څلیرویشتمه د اوبو رسولو د پنځو شبکو د ترمیم، د ۱۳۰ تشنابونو د ساختماني موادو د برابرولو، روغتیايي کڅوړو، د څښاک د اوبو د څاګانو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو چارې پیل شوې.

دغه پروژه د شاوخوا نیم میلیون افغانیو په ارزښت د AHF موسسې له خوا د لغمان د قرغیو ولسوالۍ  د عزیزخان کلي د مهاجرینو په ښارګوټي کې په یو لړ مراسمو کې د دغه ولایت د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په  شتون کې پیل شوه.

د دې پروژې په پيلېدو سره لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د بېځايه شويو، راستنو شویو او ځايي خلکو په ګډون ۲ زره ۳۶۹ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.