ننکرهار کې تر سلو زیاتو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

په ننګرهار ولایت کې پرون د تلې اولسمه له ۱۰۸ راستنو شویو، بېځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د NRC موسسې له لوري څلویښتو کورنیو هرې یوې سره ۲۰ زره ۳۷۰، دوه څلویښتو کورنیو هرې یوې سره ۱۳ زره ۵۸۰ او ۲۶ نور کورنیو هرې یوې سره ۱۶ زره ۹۷۵ افغانۍ مرسته وشوه.