پکتیا کې څه باندې ۲۰۰ تنو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

sadam_morr
-

د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په همکارۍ ۲۱۰ بې ځايه شويو او راستنېدونکو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې.

په همدې مناسبت په پکتیا کې جوړې شوې غونډه کې د وږي پر پنځلسمه د دغه ولایت د مهاجرينو، د کار او ټولنيزو چارو، امربامعروف او نهی عن المنکر او د پوهنتون رییس برخه اخیستې وه او د ګډونوالو له لوري  په اسلام کې د کار، کسب او کمال په اړه ویناوې وشوې.

دغو کسانو ته به شپږ میاشتې د بریښنا، موبایل ترمیم او خیاطۍ په برخو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکړل شي.