د پلټنې عالي ادارې رییس د مهاجرینو چارو وزارت مالي مرستیال سره وکتل

sadam_morr
Tue, Aug 20 2024 3:09 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د پلټنې عالي ادارې رییس مولوي الهام او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

ښاغلي الهام وویل: د پلټنې عالي اداره په هېواد کې د ټولو ادارو د دندو تفتیش کوي او له دې کار څخه یې موخه د ادارو په چارو کې د روڼتیا او حساب ورکونې تامین او د کیفیت لوړول دي.

هغه زیاته کړه: هر څومره چې زموږ ادارې فعالې وي، هومره به زموږ نظام فعال او باثباته وي.

د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الهام او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: موږ تل د اسلامي امارت د رهبرۍ فرمانونه منلي او هڅه کوو، چې په هره اداره کې په پوره ډول فساد له منځه یوسو او بشپړ شفافیت رامنځته کړو.

دغه راز نوموړي هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS