بلخ کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په بلخ ولایت کې پرون د زمري دوه ویشتمه، ۴۱ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ مخکې د بلخ د مهاجرینو چارو ریاست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اکټید موسسې له لوري له هرې کورنۍ سره د ۲۱ زره او ۲۷۰ افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.