احمد ولي حکمي په تاجکستان کې دمېشت افغان کډوالو سره په ليدنه کې، وويل موږ د کډوالو ننګونو دحل په لټه کې يو

sadam_morr
Sat, Jun 29 2019 2:06 PM
احمد ولی حکمی در دیدار با مهاجرین افغان مقیم تاجکستان: مادر جستجوی حل چالشهای مهاجرین هستیم

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجنير احمدولي حکمي،چې  د يوشمېر رئيسانو سره په تاجکستان کې د کاري سفر په حال کې دی  د تېرې جمعې په ورځ د چنګاښ په ۷مه په هغه هېواد کې د افغانستان سرپرست سفير سره په ليدنه کې په دوشنبه کې دافغان کډوالو وضعيت وڅېړه.

ښاغلي حکمي په دوشنبې کې د مېشتو افغان کډوالو مشرانو، سپين ګيرو،علماو او  مدني فعالانو سره وليدل او په دغه ليدنه کې چې د افغانستان سفارت ډيپلوماتيک پلاوي هم شتون درلود، مالي او اداري مرستيال دکډوالو په برخه کې د وروستيو بدلونونو او فعاليتونو په اړه خبرې اترې وکړې. هغه دې ته په اشارې سره، چې کډوالي په خپل وار له ځان سره ستونزې لري او له هغه څخه ځان ساتل هم امکان لري، مګر د افغانستان دولت په ځانګړي توګه ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ په کچه د افغان کډوالو د ستونزو د حل په لټه کې دی.

وروسته په دوشنبه کې دافغان کډوالو په استازيتوب څوتنو خبرې وکړې او د ښوونې اوروزنې، روغتيا او له ۲۰۰۰ کال څخه وروسته له کوربه هېوادونو له لورې پرکډوالو د محدوديتونو وضع کېدلو او د تاجکستان په برسونو کې د کډوالو د کمې ونډې په اړه خبرې وکړې.

په دغه ليدنې کې انجينير احمد ولي حکمي وويل، (( موږ د کډوالو وضعيت ته د رسېدنې په برخه کې په مثبت ليد لوري سره هڅه کو، ماستاسې ټولې ستونزې له ځان سره ياداښت کړې او په هرې يوې به يې په دقت سره کار وکړم، موږ هيله مند يو چې داسې يوه ورځ راشي، چې افغان کډوال ستونزې ونه لري، البته زه باوري يم دکډوالو ستونزې به هلته پای ته ورسيږي، چې هغوی خپل هېواد ته راستانه شي)).

دويلو ده، چې اوسمهال په تاجکستان کې ۳۰۸۲ تنه افغان کډوالو ژوند کوي، چې له ۴۰۰ څخه زيات يې قانوني اسناد لري.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS