پکتیا کې لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-03/%D9%BE%DA%A9%D8%AA%DB%8C%DA%A9%D8%A71.jpg)
په پکتیا ولایت کې له ۶۱کورنیو سره د وري ۴ مه نېټه نغدي مرسته وشوه
دغه کورنۍ وړاندې هلته اړمنې پېژندل شوې وې، چې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري او د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا ۵۷ کورنیو هرې یوې ته ۳ زره او ۷۰۰ او ۴ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۸ زره او ۷۶۰ افغانۍ ورکړل شوې.