جوزجان کې دولايتي بیامېشتېدنې کميټې ناسته وشوه

sadam_morr
-

د جوزجان ولايت دولايتي بیامېشتېدنې کميټې اومه ناسته د کب مياشتې پر ۷مه نيټه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د رييس په مشرۍ د دولتي ادارو، ملي او نړيوالو بنسټونو د استازو په ګډون وشوه.

د مهاجرینو رییس ملا امان الله طلحه د هغو راستنیدونکو شمیر چې د مهاجرینو چارو ریاست په سیستم کې ثبت شوي دي، د ناستې ګډونوالو ته وړاندې کړ.

د دې ناستې موخه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار او ده ګانه ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کورنیو سروې او پېژندنه وه.

په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د سروې د بهیر د پیل لپاره دې ګډ ټیمونه جوړ شي.