د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریيس حاجي بازمحمد عبدالرحمن او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازو ګډه ناسته وکړه  

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریيس حاجي بازمحمد عبدالرحمن او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازو پرون دوشنبه د سلواغې پر دویمه ګډه ناسته وکړه.
ناسته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د نورو کډوالو کورنيو د بلې څپې راتلو ته د تياری په موخه وشوه.
د مهاجرینو ریيس حاجى بازمحمد عبدالرحمن په دې ناسته کې له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د دويمې څپې مديريت او له دوی سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.
نوموړي وویل، په پاکستان کې افغان مهاجرین کاروبار، د خپلوۍ رشتې او خپل ملکيتونه لري، بايد وخت ورکړل شي، چې لومړی خپل ټول معاملات تصفيه او بیا په عزت افغانستان ته راستانه شي.
هغه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مسولينو څخه وغوښتل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې په غځولو، بېرته راستنېدونکو کورنيو سره د نغدي، خوراکي،غير خوراکی توکو، سرپنا، کاروبار زمينې برابرولو او نورو برخو کې همکاري وکړي ترڅنګ يې په ننګرهار ولايت کی د راستنېدونکو کډوالو، بيرته خپلو اصلې ځايونو ته د ستنو شوو کډوالو او زیانمنو کورنيو په ستونزو رڼا واچوله او د يادو کورنيو ستونزې یي هم د هواري په موخه مسؤلينو سره شريکې کړې.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جینوا دفتر مسئول هي شیلو د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رياست له ټولو کارمندانو څخه مننه وکړه، چې د دوی همکارانو سره یي د راستنېدونکو، بيځايه شوو او زیانمنو شوو کډوالو کورنيو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کی تر دې دمه د یادونې وړ همکاري او همغږي کړې، چې له امله یې په خصوصې توګه د بېرته راستنېدونکو کډوالو کورنيو سره د مرستو په برخه کې د دوی چارې په برياليتوب پرمخ تللي دي.
نوموړي وويل، په پاکستان کې یې د حکومت مسولينو سره د افغان کډوالو د وضعيت او د اوسيدو مودې غځولو په موخه خبرې کړي دي، خو د هغوی له خبرو معلومېږي چې له ژمي وروسته به يو ځل بيا د کډوالو د راستنېدو څپه پيليږي.
هغه زیاته کړه، په پاکستان کې یې د افغان مهاجرینو ستونزې او وړانديزونه هم اوريدلي، چې هغوی د راستنېدا پر مهال ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کېږي او دوی به هڅه وکړي چې په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي چې په خپلو پرېکړو کې اساني رااولي.
هيل شيلو دغه راز ډاډ څرګن کړ چې له بېرته راستنېدونکو مهاجرینو سره به په بشري مرستو، سرپناه او نورو اړينو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي همدا راز يې د خپلو فعاليتونو د پراختيا په موخه په يو شمېر برخو کې وړانديزونه وکړل چې د مهاجرینو ریيس له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ شو. 
 په پای کې د مهاجرینو رییس د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ګډون ټولو داخلي او بهرنیو  بنسټونو او موسسو له خوا راستنېدونکو ته د مرستو رسونې په برخه کې د هر ډول قانوني همکارۍ ډاډ ورکړ.