بلخ ولایت کې له ۷ کورنیو سره مرسته وشوه

د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د لېندۍ پر ۲۸نیټه په دغه ولایت کې له ۷ اړمنو راستنېدونکو کورنیو سره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستو د ویش خبر ورکړی.
هرې کورنۍ ته ۱۱ ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ د یاد ولایت د بیړنیو حالاتو کمیټې لهخوا وویشل شول.