د وزارت مسلکي مرستيال هلمند ولايت ته سفر وکړ

anwari_morr
Sat, Nov 25 2023 2:06 PM
-

د مهاجرينو چار وزارت مسلکي مرستيال او د  استوګنې د مؤقتې کمېټې رييس مولوي  عبدالرحمن راشد د ليندۍ په ٢مه هلمند ولايت ته سفر وکړ.
ښاغلي راشد د دغه ولايت له والي او ولايتي مسؤلينو سره د ګاونډي هېواد څخه داجباري راستنېدونکو  ستونزوته د لاسرسي پرڅرنګوالي خبرې وکړې.
مسلکي مرستيال د مؤسسو او سکتوري ادارو ترمنځ د همغږيو د رامنځته کولو، د مهاجرينو د ښارګوټو د غصب او د مهاجرينو د دايمي ځای پرځای کېدو په برخه کې د سيمه ييزو مسؤلينو څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
د هلمند ولايت ولايت والي د همکارويو په برخه کې د ډاډ ورکړ، همدارنګه مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غازي ايوب خان د مهاجرينو ښارګوټي کې د اجباري راستنېدونکو د مؤ قتي کمپ څخه هم ليدنه وکړه او راستنېدونکو سره یې د خدماتو په وړاندې کولو او دستونزو پر حل خبرې وکړې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS