د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه دوه زره او ۷۳۰ تنه افغان مهاجر دلړم په ۲۳ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۰۷ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.