د ايران څخه له  دوه زرو زيات افغان  مهاجر وطن ته راستانه  شول

anwari_morr

د ايران څخه دوه  زره او ۷۳۰ تنه افغان مهاجر دلړم په ۲۳ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۳۰۷  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.