ارزګان کې له زرو څخه زيات اجباري راستنېدونکي د خوراکي توکو څخه برخمن شول
![-](/sites/default/files/2023-11/%D8%A7%D8%B1%D8%B2%DA%AF%D8%A7%D9%862_0.jpg)
د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د دغه ولايت په موقتي کمپ کې له پاکستان څخه د يو زرو او ۲۳۰ اجباري راستنېدونکو سره د لړم په ۱۸ مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
د مهاجرينو چارو آمر په خبره د يادو کورنيو له ډلې يو زرو او ۱۳۵ کورنيو هرې کورنۍ ته د HDDO مؤسسې په مالي مرسته د خوراکي توکو کڅوړه چې پکې ۵ قلمه خوراکي توکي شامل دي او له پاکستان څخه ۱۰۵ اجباري راستنېدونکو کورنيو هرې کورنۍ ته د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې تر څارنې لاندې ۱۰۰ کيلو اوړه وېشل شوي دي.