ارزګان کې له زرو څخه زيات اجباري راستنېدونکي د خوراکي توکو څخه برخمن شول

anwari_morr
-

د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د دغه  ولايت په موقتي کمپ کې له پاکستان څخه د يو زرو او ۲۳۰  اجباري راستنېدونکو سره د لړم په ۱۸ مه د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
د مهاجرينو چارو آمر په خبره د يادو کورنيو له ډلې يو زرو او ۱۳۵ کورنيو هرې کورنۍ ته د  HDDO  مؤسسې په مالي مرسته د خوراکي توکو کڅوړه چې پکې ۵ قلمه خوراکي توکي شامل دي او له پاکستان څخه ۱۰۵ اجباري راستنېدونکو کورنيو هرې کورنۍ ته د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې تر څارنې لاندې ۱۰۰ کيلو اوړه وېشل شوي دي.