د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه  لاسليک شول

anwari_morr
Sun, Oct 01 2023 2:20 PM
-

 د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې تر منځ د ۱۶۹ زره او ۶۰۱ ډالرو په ارزښت د همکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شویو هوکړه لیکونو له مخې ياده مؤسسه به په  قندهار ولايت کې ۴۰۰  اړمنو کورنيو ته  ۵۵ زره او ۶۰۱ ډالر، په ننګرهار کې ۵۸۰ بېوزلو کورنيو ته ۷۷ زره ډالر او په خوست ولايت کې ۲۷۰ کورنيو ته ۳۷ زره ډالرو په ارزښت خوراکي توکي برابروي.
دغه هوکړه لیکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادې مؤسسې د استازي ترمنځ لاسليک شول. 

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS