د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتيا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۲) فقره د دري څلوېښتمې مادې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي، د (١٤٠٢) کال لپاره د وزارت د اړتيا وړ (L0٦٢) ډول (٥٤٨٠٠) لېتره ډېزلو او (A٩٢) ډول (١٦٠٠٠) لېتره پطرولو د داوطلبۍ پروژه د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته چې دافغانستان مرکز کابل ۱۷ ناحيې کې موقعيت لري، په څلور ميليونه، پېنځه سوه او دري شپېته زره او دوه سوه افغانۍ (4563200) افغانۍ په قرارداد ورکړي.
حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هرډول اعتراض ولري، کولای شي، چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو وروځو پورې خپل اعتراض په ليکلي ډول د وزارت د تدارکاتو آمريت ته د تدارکارتو قانون د (۵۰) مادې له مخې وسپاري.
دا خبرتيا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسيږي، چې ذکر شوې نېټه بشپړه شوې نه وي او راتلونکي قانوني طرزالعملونه پای ته نه وي رسېدلي.