د مهاجرینو چارو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفير سره ليدونه وکړه

anwari_morr
Wed, Jul 26 2023 3:55 PM
ـ

د مهاجرينو چارو زیر الحاج خليل الرحمن حقانی، په کابل کې د پاکستان له سفير عبيد الرحمن نظاماني  سره په خپل کار په دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان حاجيانو، پاکستان هېواد ته د بیت الله شریف نه د راغلو افغان حاجيانو د بېرته تګ او د هغو افغانانو  پر ستونزو چې د وړو جرمونو او يا د اسنادو د نه لرلوله امله د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي خبرې وشوې او همدارنګه یې  محترم حقانی پاکستان هېواد ته د خپل راتلونکي سفر په اړه هم  د ښاغلي نظاماني سره خبرې وکړې چې غواړي هغه هېواد ته لاړشي او د افغان مهاجرینو  له کمپونو څخه ليدنه وکړي او دهغوی له استازو سره خبرې وکړي او شته ستونزې یې واوري.
د مهاجرينو چارو وزير د پاکستان  هېواد څخه د افغان مهاجرينو د کوربه توب له امله مننه وکړه او د يادو ستونزو حل او د هغو افغانانو د  عاجلو خوشې کولو غوښتنه وکړه چې د کوچنيو جرمونو او يا د اسنادو د نه لرولو له امله نيول شوي دي.
 د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې له بیت الله شریف څخه راستنېدونکو حاجیانو ته به ویزې ورکوي او افغان بندیان به خوشې کوي

Latest news

BACK TO NEWS