په پاکستان کې د مهاجرینو چارو اتشې لپاره (٣٥) سیمه یيز کار کوونکي ګومارل کېږي

د بشري سرچينو رياست د استخدام د آمر په وينا د مهاجرینو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د اسلام آباد، کوټې او پیښور د اتشې لپاره (٣٥)سیمه ييز کار کوونکي منظور شوي دي.
سرچينې زیاتوي، چې د دغه وزارت د بشري سرچينو رييس مفتي مدير ګل د غبرګولي په (٢٦) مه د ازموينې له بهير څخه د څارنې، شارليست، استخدام او روڼتيا رامنځته کولو په موخه پاکستان ته تللی.