مسلکي مرستيال په کابل کې د ملګرو ملتونو  له مرستيالې سره  ليدنه وکړه

sadam_morr
Mon, May 22 2023 2:20 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد  په افغانستان کې د (UNHCR) دفتر د رئيس له مرستيالې ميرمن يوميکو  سره  په خپل کاري دفتر کې  وليدل.
په ناسته کې د افغانستان، ايران، پاکستان او (UNHC) دفتر د مخکينۍ څلور اړخيزې ناستې ، د تخنيکي کمېټې د دندو د لايحې د ترتيب، د ګډو فعاليتونو د پلي کېدو د پلان او د مهاجرينو چارو وزارت سره د (۲۰۲۳) کال د ګډ هوکړه ليک اړوند خبرې وشوې.
اغلې يوميکو د تخنيکي کمېټې د جوړېدو، عملي فعاليتونو، د هغه د ملاتړ، په افغانستان کې د ياد دفتر د پلانونو په ځانګړي توګه د مهاجرينو  او راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې ويې ويل، موږ بايد داسې نوښتونه ولرو، چې د ګډو همکاريو د پياوړتيا لپاره زمينه ساز وي.
هغې زياته کړه، چې د (UNHCR) دفتر د مهاجرينو چارو له وزارت سره همکاريو ته لېوال دی او زموږ موخه له افغانستان سره مرسته او همکاري ده.
مسلکي مرستيال د يوشمېر شته ستونزو د حل د يادونو ترڅنګ د ياد دفتر د همکاريو څخه يې مننه وکړه او په راتلونکي کې يې  د پلان شوو همکاريو او د هغه د اغېزمنتيا غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS