د مهاجرينو چارو وزارت د څه باندې پېنځه ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل

sadam_morr
Tue, May 16 2023 2:40 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت او درې همکارو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شوو هوکړه ليکونو  مالي لګښت  (۵) ميليونه، يوسلو ( ۴۰) زره او (۴۱) امريکايي ډالره کېږي، چې له مخې به يې  په  کابل، پروان، کاپيسا، لوګر، باميان، بلخ، سرپل، بغلان، کندز، فارياب، تخار، جوزحان، سمنګان او بدخشان ولايتونوکې ( ۸) زره او (۸۱۸) کورنيو سره د ښوونځيو، د اوبو د ذخيرو، ګل خانو، سرپناه، د حرفوي زده کړو او د لمريزې برېښنا د تختو په برخه کې مرستې وشي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال  مولوي عبدالرحمن راشد او د (ACHRO ، APWDO ، VOPOHA ) موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

Latest news

BACK TO NEWS