په پېنځو ولايتونوکې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

sadam_morr
-

په تېرې يوې اونۍ کې د  يو شمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو په همکارۍ ( ۱۰۲۵) کورنيو سره  په ننګرهار، باميان، قندهار، کندز  او خوست ولايت کې مرستې شوي.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته  د نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ او همغږۍ نغدې پېسې او روغتيايي کڅوړې وېشل شوي دي.